په کابل کې دناروې سفير دکډوالو وزارت سرپرست او نوماند وزير سره وليدل
په کابل کې د ناورې سفير اولی اندريس لندمن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نورالرحمن اخلاقي سره وليدل.
په دغه ناسته کې په ناروې هېواد کې د افغان کډوالو د وضعيت، دمديريت په لا همغږۍ او په افغان کډوالو باندې د سولې پرسې اغيزباندې خبرې وشوې.
کډوالو وزارت سرپرس وزير په ناورې کې د مېشتو افغان کډوالو د کوربتوب او پاملرنې له امله دناروې هېواد څخه مننه وکړه او ناروې سره د افغان حکومت په ګډ هوکړه ليک د بيا کتنې پردوام، دکډوالو مديريت او د دواړو لوريو ترمنځ دهمغږيو زياتوالي غوښتنه يې وکړه.
ښاغلي اخلاقي د ناروې هېواد څخه غوښتنه وکړه،چې د کډوالو بشري حقونو، وضعيت او په هېواد کې امنيتي وضعيت ته پاملرنه وکړي او د افغان پناه غوښتونکو غوښتنو ته دې په پام کې ونيول شي. هغه په هېواد کې د سولې د راتلو او نه راتلو په صورت کې دخپلې ادارې وړاندوينې او چمتوالی خبر ورکړ ويې ويل،د سولې راتګ د کډوالو او داخلي بېځايه شوو لپاره ښه راتلونکي کيدای شي.د سولې نه راتګ او بېرته راستنېدونکو ته نه لاسرسی کولی شي اروپا ته د کډوالو لپاره يو بل بحران رامنځته کړي، چې د نړيوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
په ورته وخت کې په هېواد کې د ناروې سفير خبر ورکړ، چې هېواد به يې د ژنوا په ناسته کې د افغانستان دملاتړ کوونکو هېوادونو په توګه خپل ژمنې اعلان کړي او په افغانستان کې به دسولې لپاره کار ته دوام ورکړي. هغه يادونه وکړه چې د ناروې حکومت ژمن دی چې بېرته راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کړي.
دغه ناسته په داسې حال کې وشوه چې په دې هېواد کې شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوالو مېشت دي.