په پغمان ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې په نوم موسسې د (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۰ - ۱۱:۳
په پغمان ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې په نوم موسسې د (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د کابل پغمان ولسوالۍ کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د مرستو د وېش پرمهال وويل: زموږ اداره له کلونو راهيسې په افغانستان کې د صحت, تعليم, خوراکي توکو او ځېنو نورو برخو کې مرستې کوي او دغه لړۍ به جاري ساتي.

هغه د افغانستان خلک د سختو مشکلاتو سره مخامخ وبلل او له نړيوالو يې و غوښتل چې په سختو شرايطو کې د افغانانو لاسنوی وکړي.

د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې وړه, غوړي, وريجې, بوره, لوبيا او چای شامل دي چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره به نږدی يوه مياشت کفايت وکړي.

دغه راز د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: نور موسسات او خېريه بنسټونه دې ددې موسسې په پل قدم کېږدي او د اړمنو وګړو سره دې خپلې مرستې زياتي کړي.

هغه فقر د تېر فاسد نظام ميراث ياد کړ او ژمنه يې وکړه چې د لوي الله (ج) په مرسته به يې پاي ته رسوي.

د نوموړي په وينا, د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي د سړې هوا تر راسېدو وړاندې ټول داخلي بې ځايه شوي کډوال خپلو سيمو ته انتقال کړي او اړمنو کورنيو ته پر وخت مرستې ور ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د ولایتي مسولینو لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو رییسانو، آمرانو او اجرایوي مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۸
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د راتلونکي کال لپاره د اړتیاوو په اړه ناسته وشوه

د راتلونکي 1404 هجري لمریز کال د اړتیاوو په اړه د لازمو او دقیقو لارښوونو د برابرولو په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د تدارکاتو امریت له لوري د مرکزي ریاستونو د اجرایوي. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

فراه ولایت مهاجرینو ریاست لپاره نوی رییس معرفي شو

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المومنین د حکم له مخې مولوي عبدالغني احسان په دویم بست کې د فراه ولایت د مهاجرینو رییس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې ولایت مرستیال والي. . .

بېرته خبرونه ته