په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې او څلوېښت کلن کوربتوب اړه په اسلام آباد کې نړيواله ناسته وشوه
په پاکستان کې د کډوالو د ښې راتلونکې او څلوېښت کلن کوربتوب په اړه د سلواغې په ۲۸مه په اسلام آباد کې د کډوالو د ستونزو په اړه نړيواله ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش، کډالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او بهرنيو چار وزارت سرپرست وزير هارون چخانسوري ګډون کړی و.
سرور دانش په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب خبرې وکړې او د پاکستاني چارواکو او نورو همکارو ادارو څخه يې د دغې ناست د جوړېدو له امله مننه وکړه او مدينې منورې او حبشې ته يې د مسلمانانو دمهاجرتونو او دهغوی دمثبتو پايلو په اړه يې وويل، چې افغانانو مهاجرت دهغه چا په شان دی، چې کوربه هېوادونو او افغانستان ترمنځ د پراخه اړيکو او همکاريو لامل شوی.
دانش زياته کړه، چې له شک پرته ځينې کډوال کوربه هېوادونو ته ستونزې رامنځ ته کړي، مګر په بېلابېلو برخوکې د درنو کارونو په ترسره کولو سره يې هم د کوربه هېوادونواقتصادي پرمختګ او هوساينې کې مرسته کړې.
هغه وويل، په تېرو پنځوکلونوکې ميليونونه افغان کډوال د بېلابېلو هېوادونو څخه راستانه شوي،چې موږ دوی ته ښه راغلاست ويلی،مګر زموږ غوښتنه داده چې دکډوالو موضوع بايد سياسي نه شي او له دوی څخه دې د افغانستان لپاره دفشار د الې په توګه کار وانخيستل شي.
په ځانګړي توګه د پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې کډالو ته اجازه ورکړي چې خپله پوهه وطن ته انتقال کړي هغه زياته کړه، چې دکوربه هېوادونو او ملګرو ملتونو په همکارۍ بايد يو دقيق پلان تيار شي او ددې مطابق په عادي او تدريجي ډول راستنېدنه ترسره شي نه په زور سره.
نوموړي زياته کړه موږ د نړيوالو سازمانونو دهمکاريو او مرستو څخه مننه کوو،مګر ددوی مرستې بسنه نه کوي او بايد خپله همکاري اومرستې د نوې ځای په ځای کېدنې او کارموندنې په برخه کې زياته کړي.
ددغې ناسته په څنډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي رسنيوته وويل، چې دافغانستان خلکو د جګړو او نا امنيو له امله په پاکستان کې پناه غوښتې، او موږ هيله لريو چې دغه هېواد به د فغانان جبري ويستلوڅخه مخنيوی وکړي. همدارنګه عالمي بلخي د راستنېدونکو لپاره د اسانتياو برابرولو او دافغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدوباندې ټيڼګار وکړ.
په ناسته کې د ملګرو متلونو سرمنشي آنتونيوګوتريش هم خبرې وکړې او د پاکستان د څلوېښت کلن کوربتوب څخه يې خوښي څرګنده کړه او يو ځل بيا يې له دغه هېواد څخه وغوښتل چې دافغان کډوالو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه دسيمې هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې دافغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدوکې له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي.
په دغه ناسته کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان سربېره د ۳۰ هېوادونو ،۳۳ نړيوالو سازمانونو، د پناه غوښتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو رئيسې فليپو ګراندي او په افغانستان کې د ملل متحد دمنشي خاص استازي ياماماتو هم شتون درلود،چې د شته ستونزو په هواري او د پاکستان په اسلام آباد کې دکډوالو د ستونزو دحل په اړه يې خبرې وکړې.
دا ناسته په اسلام آباد کې ترسره کېږي،چېرې چې اوسمهال پاکستان لږ ترلږه د ۲ ميليونه او ۴۰۰ افغان پناه اخيستونکو کوربه دی اودغه هېواد د ملګرو ملتونو د ادارې له لورې د کډالو د منلو په برخه کې دوهم لوی هېواد پېژندل شوی.