په هېواد کې د راستنېدونکو لويه څپه؛

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۹:۲۰

په تېرې يوې مياشت کې نږدې سل زره افغان کډوال د ايران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي

په تېرې  يوې مياشت کې دتلې د لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې ۹۶۸۳۵ تنه افغان کډوالو په خپله خوښه او جبري توګه د ايران او پاکستان څخه راستانه شوي،چې ۵۲۵۲۶ تنه په خپله خوښه او ۴۴۱۴۹ تنه يې  په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي، چې له  ډلې يې ۹۶ تنه د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

د کډوالو چارو  وزارت د څانګو دمعلوماتو پر اساس  د ايران څخه افغانستان ته د اسلام قلعه او ميلک له لارې ۹۵۷۰۰ تنه راستانه شوي،چې له دې جملې څخه ۵۸۲۲۳ تنه د اسلا قلعه او ۳۴۶۰۰ تنه د ميلک له لارې هېواد ته راستانه شوي.

په دې حساب ۵۱۷۷۶ تنه په خپله خوښه او ۴۳۷۶۴تنه په جبري توګه راشړل شوي دي.

سربېره پردې ۱۱۳۵ تنه د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي،چې ۳۸۵ تنه په جبري توګه او ۷۵۰تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې دکډوالۍ نړيوال سازمان (iom) اوخوراک نړيوال سازمان (wfp)په همغږۍ د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست همکارۍ  ۳ زره او ۴۹ تنو راستنېدونکو سره نغدي او دخوراکي موادو مرستې شوي.

د افغان راستنېدونکو شمېرې د تېرې مياشتې په پرتله خوار ډېرې شوي دي. تېره مياشت له ايران څخه د ټولو راستنېدونکو شمېر ۸۱۵۶۶ تنه و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ولایت ته سفر وکړ او له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري تېره ورځ د کاري وضعیت، خدمتونو وړاندې کولو، کډوالو پورې اړوندو فعالیتونو او د مرستندویو همکارو موسسو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې. . .

بېرته خبرونه ته