په تېرې يوې مياشت  کې له ۴۰ زرو زياتو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۱:۳۵
9

په تېرې يوې  مياشت کې لږ ترلږه ۴۳زره او ۵۹۵ کورنيوسره دهېواد په ۲۵ ولايتونوکې  د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت په همکارۍ مرستې ترسره شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (unhcr  )، کډوالۍ نړيوال سازمان (iom ) طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې او يوشمېر نورو ادارو په مالي ملاتړ نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې د بېځايه شوو،راستنېدونکو او د طبيعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنيوسره  ترسره شوي.

سرپنا جوړل، د روزنيزو او ورزشي برنامو سرته رسول، کورونو جوړول، د لمريزو تختووېش، خوراکي موادو، دکور وسايل او په لسګونو نور شيان  د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د پنجشېر، ميدان وردګو، قندهار، فارياب، بلخ، پروان، بادغيس، جوزجان،کندز، لوګر، غور، هلمند، فراه، هرات، تخار، پکتيکا، پروان  او نورو ولايتونوکې  ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته