په تېرو دريو مياشتو کې لږ ترلږه ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۴:۵۳
په تېرو دريو مياشتو کې لږ ترلږه ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دترلاسه شوو معلومات پراساس ۳۱۵۳۸ تنه افغان کډوال دليندۍ د ۱۵مې نېټې څخه د سلواغې تر ۲۱مې نېټې پورې له ګاونډيو او ارپايي هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي.

د دغو افغان کډوالو له ډلې ۲۸۸۲۴ تنه يې له ايران او پاکستان او ۲۷۱۴تنه يې له نورو ارپايي هېوادونو څخه د حامد کرزي نړيوال هوايي ميدان ته راستانه شوي،چې ۱۵۳۸۵تنه يې په زور سره راوېستل شوي او ۱۶۱۵۳تنه يې په خپله خوښه راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په روان کال کې ۲۱۷۴۲ تنه د جګړو له امله د ارزګان،لغمان، فارياب، فراه،ننګرهار، پکتيکا،کابل او کندهار ولايت کې دخپلو اصلي سيموڅخه امن سيموته کډه  شوي چې له ډلې يې ۹۵۴۴ تنو سره کډوالو چارو وزارت په همکارۍ د يو شمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې ورسره مرستې شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۱:۸
Background image

کډوالوچارو وزير د ايران نه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د زياتوالي د څېړولو په موخه اسلام قلعه ته ولاړ

د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د ايران څخه د راستنېدونکو د شمېرو د لوړوالي د څېړلو په موخه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د هرات ولايت اسلام قلعه ته ولاړ او د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

کډوالو چارو وزير، په هېواد کې د سولې په راتلو سره به د راستنېدونکولوړې شمېرې دوام ومومي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د هرات مرستيال والي سره په ليدنه کې وويل، ايران نه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېرې د کرونا ويروس له امله لوړې شوي،چې دغې موضوع. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

دپناه غوښتونکو مرستيالې په افغانستان کې د ترکيې له سفير سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې د کب په ۱۳مه په افغانستان کې د ترکيې له سفير وکتل او د ترکيې د وروستي وضعيت په اړه د افغان راستنېدونکو د مديريت. . .

بېرته خبرونه ته