پروان ولايت کې د بېرته راستنېدنونکو يوښوونځی ګټې اخيستنې ته وسپارل شو 

anwari_morr
جمعه ۱۳۹۹/۸/۳۰ - ۱۰:۳۸
_______________

د لړم په ۲۸مه د پروان ولايت د بګرامۍ ولسوالۍ په ده مسکن سيمي کې د بېرته راستنېدونکو لپاره لومړنی ښوونځی د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت سرپرست  وزير نور الرحمن اخلاقي، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې عالي کمېشنر فليپو ګراندي او د پروان والي فضل الدين عيار په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه ښوونځی د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې په مالي مرسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ اوڅارنې لاندې جوړ شوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير ددغه ښوونځي د پرانيستې په مراسموکې د نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې څخه په هېواد کې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د پراختيايي برنامو د پلي کولو امله مننه وکړه.

ښاغلي اخلاقي د شپږ نيم ميليونو څخه د ډېر افغانانو دکډوالۍ عوامل په هېواد کې جنګ او تروريستي برېدونه ياد کړل. همدارنګه د پروان ولايت والي  په داسې حال کې چې  چې په هېواد کې د سولې په ټينګښت ټينګار کوي، پر نړيوالې ټولنې غږوکړ چې ده هېواد په ۱۸ کلنو لاسته راوړونوکې له حکومت سره لا زياته همکاري وکړي.

په ورته وخت کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې عالي کمېشنر چې په افغانستان ته راغلی د خپلو همکاريو پردوام په ځانګړي توګه د پراختيايي په برخه کې يې دهمکاريو خبر ورکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۰/۵/۸ - ۲۰:۹
Background image

بېځایه شوو ته دلاسرسي په برخه کې له درې میلیون څخه دډېرو ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسیلک شول

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بېځایه شوو ته دلاسرسي په برخه کې له ٣میلیونه او٢٥٨زره او٧٩٤ ډالرو په ارزښت د(WASSA) او (CHA) موسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

دغه هوکړه لیکونه. . .

جمعه ۱۴۰۰/۵/۸ - ۱۳:۲۰
Background image

اخلاقي؛ د جهاد د شهیدانو وینې ، د مقاومت دشهیدانو او د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وینه د هېواد د ملي بیرغ د بقا لپاره تضمین دی

په هغه مراسمو کې چې د هېواد د ملي بیرغ په ویاړ جوړ شوي و د کډوالو چارو وزیر نور الرحمن اخلاقي خلکو او د هېواد بیرغ لرونکو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال وویل: پوره باور لري چې ملي بیرغ به دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۹:۴۷
Background image

د کډوالو وزیر د پروژو دبودیجې لویه برخه بایداړمنو کورنیو ته دلاسري په برخه کې مصرف شي نه داداري لګښتونو په برخه کې

دکډوالو او راستنېدونکو چچارو وزیر نور الرحمن اخلاقي  (NRC)دناروې دکډوالو کمېټې دریيسې  سلیتتین سره په ناسته کې ټينګار وکړه چې دپروژو لویه برخه بودیجه دې اړمنو کورنیوته دلاسرسي په برخه. . .

بېرته خبرونه ته