هرات کې د راستنېدونکو او سبزوار ټولنې ټيم ترمنځ د فوټبال لوبه ترسره شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۲:۴۴
14

د غه لوبه  په هرات کې دمېشتو راستنېدونکو او سبزوار ټولنې ترمنځ د فرهنګي او ذهني يوځايوالي په موخه د ليندۍ په ۱۶مه  په لاره اچول شوې وه.

دغه لوبه د هرات ولايت دکډوالو چارو رئيس، دراستنېدونکو او  بيا ځوياکېدو رئيس رحمت الله حکيمي،انجينيرۍ خدمتونو رئيس محمد اصف صالحي، د ټولنيزو خدمتونو آمرذاکرالله عطايي او د وزارت مقام د پلاوي له لورې په لاره اچول شوې وه، چې د شپږو ګولونو په ورکولو سره يې سبزوار ټولنې ټيم ته ماتې ورکړه.

د لوبې مالي لګښت او د لوبغاړو  وسايل دکډوالو چارو وزارت له لورې ورکول شوي و، چې د لوبې په پای کې دواړو ټيمونو ته  دلوبغاړو د هڅونې په موخه ستاينليکونه او کپونه ورکړل شو.

د يادونې وړ ده، چې دکډوالو چارو وزارت پلاوي د هرات ولايت د ټولنيزو چارو مرستيالې اغلې مونسه حسن زاده سره  په ناسته کې د علمي برناموپه پلي کولو او په دغه ولايت کې دمېشتو راستنېدونکو د ورزشي فعاليتونو په اړه خبرې وکړې.

مونسه حسن زاده د ذکر شوو برنامو د پلي کولو په برخه کې د همکاريو ژمنه وکړه او دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت څخه يې مننه وکړه، چې د هرات ولايت کډوالو ته يې پاملرنه کړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته