ننګرهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د يوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د کنړولايت دچپې درې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې پنج شنبې په ورځ د وري په ۸ مه د (IRC او UNOCHA) موسسو له لورې ۱۲ کورنيو هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې ۷۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۷،۵ لېتره غوړي، يو پاکټه مالکه او د (IMC) موسسې له لورې دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.