مهاجرینو وزارت کې د بایوګرافیک ( د بشري سرچینو د اطلاعاتو مدیریت سیستم د استخدام ) پروسې د پلي کېدو په تړاو ناسته وشوه
په دې ناسته کې د مهاجرینو چارو په وزارت کې د بشري سرچینو د مدیریت د معلوماتو د سیستم (HRMIS) د بیوګرافیک پروسې د پلي کولو په موخه ا.ا.ا د چارو ادارې د کادري چارو ریاست، د استخدام او معلوماتي ټکنالوژۍ مسوولینو ګډون کړی و.
د وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي سید مطیع الله خلوتي د ښه راغلاست تر څنګ وویل: هیله من یم چې د بایو ګرافیک پروسې په پلي کېدو کې ډېر څه زده کړو، چې د بشري سرچینو سیستم مدیریت لا پیاوړی او منظم کړو او وتوانیږو چې بشپړه وړتیا تر لاسه کړو.
د ا.ا.ا د چارو ادارې د کادري چارو رییس مولوي سید محمد حنفي مامور وویل: د دې کار پیل یو نوښت دی، چې د دې پروسې په پیاوړتیا سره به روڼتیا او اسانتیا رامنځته شي، د ادارې مصارف به کم او خوندي شي.
هغه زیاته کړه: یوه اداره باید له بلې ادارې سره کاري همغږي ولري، هیله ده، چې د نظام د پرمختیا او پرمختګ لپاره له خپلو مسلکي کارکوونکو کار واخلي.
او بیا د کادري چارو د کارپوهانو له لوري د بایوګرافیک پروسې (د بشري منابعو د مدیریت د معلوماتو سیسټم استخدام) په اړه د ناستې ګډونوالو ته په یو پریزینټشن کې معلومات وړاندې شول.