لغمان ولایت کې له را ستانه شویو کډوالوکورنیوسره مرسته وشو

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۸:۴۳
2

لغمان ولایت کې له ۲۸ راستانه شویوکډوالوکورنیوسره دکډوالۍ نړیوال سازمان له لوري د نغدي مرستې سربېره له کرونا ویروس څخه د ژغورنې په موخه د روغتیایي کېټونو مرسته هم ترسره شوه.

د لغمان ولایت دکډوالو اوبېرته راستنېدونکوچارورئیس دمعلوماتوله مخی یادې کورنۍ ډیری یې له ایران او څو نورې له پاکستان څخه راغلي چې هرې کورنۍ ته ۷۲۰۰ افغانۍ دIOM ددفترمرستیاو د کرونا ویروس څخه د ژغورنې په موخه د حفظ الحې کېټونه ورکړل شول.

په ورته مهال د لغمان ولایت مرستیال او سرپرست والي شهزاده مظلوم یاردکډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) څخه مننه وکړه چې تل یې په دې ولایت کې راستانه شویو او بې ځایه شویو کورنیوسره هراړخیزې مرستې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۲:۹
Background image

پاکستان کې يو شمېر افغان کډوالوته نغدي مرستې پيل شوې

په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته، چې د کرونا وېروس قرنطين لخوا زيانمن شوي و دنغدي مرستو وېش په دې وروستيو کې پيل شوي دی. د پېښور د کډوالو د اتشې په وينا دغه برنامه هغه کورنۍ تر پوښښ. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۲:۱۷
Background image

په ایران د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو لارې وارزول شوې

 
د جمهوررئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ غونډه په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو د لارو ارزونې په موخه نن په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې. . .
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۱:۳۰
Background image

جوزجان کې له ۵۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

 

 

Bottom of Form

 

د خوراک نړيوال سازمان (wfp) موسسې له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکار۵۴۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خورکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ، چې د جګړو. . .

بېرته خبرونه ته