راشد: په تېر یوه کال کې څه د پاسه یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي او نږدې دوه میلیونه په داخل د هېواد کې ځای پرځای شوي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۰:۳۶
---

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال شیخ عبدالرحمان راشد ولایتي رئیسانو ته د روزنیز ورکشاپ په پیل غونډه کې وویل، د ا. ا. له راتګ سره په هېواد کې امنیت د ډاډ وړ دی، چې له امله یې څه باندې یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي او نږدې دوه میلیونه په داخل د هېواد کې ځای پرځای شوي

ښاغلي راشد د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ وغوښتل، چې په کوربه هېوادونو کې د افغان مهاجرینو ملاتړ او د هغوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي

نوموړي په کوربه هېوادونو هم غږ وکړ، چې افغانانو ته دې د نړیوالو اصولو مطابق د هغوی حقوق ورکړي

ښاغلي راشد زیاته کړه، افغانان دې په کوربه هېوادونو کې د قانون مطابق ژوند وکړي او په هیڅ سیاسي او غیر سیاسي تظاهراتو کې دې برخه نه اخلي

نور عکسونه ...

--

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۳:۱۳
Background image

معین مسلکی: هماهنگی نهادهای دخیل، در راه حل دوامدار برای بیجاشده ها و برگشت کنندگان موثر است 

جلسه ای از بهر ایجاد گروه کاری راه حل دوامدار برای بیجاشده ها و برگشت کننده تحت ریاست مولوی عبدالرحمن راشد، معین مسلکی وزارت امور مهاجرین دایر شد.

این نشست روز پنجشنبه 17 قوس در مقر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر: په هېواد کې د جګړې او مبارزې دوام د اسلامي نظام د ظهور او د ځمکنۍ بشتپړتيا د دفاع لپاره وو

دغه څرګندونې الحاج خليل الرحمن حقان ی د پنجشېر ولايت له والي مولوي محسن هاشمي او د دولتي ادارو، د موسسو داستازو او مخورو سره په لیدنه کې وکړې.

هغه ګډونوالو ته د اسلامي امارت د بري او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۵:۴۳
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په کابل کې د مهاجرت نړيوال سازمان له مسؤلې سره ليدنه وکړه

 مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان  د ماموريت له رئيسې   ماريا مسيتا سره ليدنه وکړه او د دواړو ادارو په لا. . .

بېرته خبرونه ته