د کډوالۍ پراخه پالېسي وروستۍ شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۹:۴
lk

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ د کډوالۍ پراخه پالېسي برابره کړې، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۳مه د اجرايه رئيس په مشرۍ په يوه ناسته کې وروستۍ او په راتلونکو څو ورځو کې به کابينې ته د تصويب په موخه لېږل کېږي.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزير سيد حسين عالمي بلخي دغه پالېسي يوه پراخه  پالېسي  وبلله او ويې ويل، ياده پالېسي د تېرو دوو کلونو په موده کې د ملي او نړيوالو بنسټونو په ګډون سره برابره شوې او د کډوالو، راستنېدونکو او بېځايه شوو ضرورتونو ته ځواب ويونکې ده.

هغه زياته کړه دغه پالېسي د وزارت د نورو پالېسو ځای نه نيسي بلکې د نورو پالېسيو بشپړونکې ده.

ښاغلي بلخي ددغې پالېسۍ موخه د ملي او نړيوالو شريکانو سره دګډې تګلارې د نقشې، دعلمي پالېسۍ دحل لارو عملي کول، د راستنېدونکو نوې او بيا ځای پرځای کېدنه له يوې منظمې ستراتېژئ، د اوږمهالې حل لارې او د حکومت د پراختيايي مديريت ځواب ويلو رامنځ ته کول ياد کړل.

دملي وحدت حکوت رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله دکډوالۍ پراخې پالېسۍ د برابرولو له امله د کډوالو وزارت او همکارو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ وويل، يوه تخنيکي کمېټه دې يو ځل بيا ددغې پالېسۍ پرمنځپانګې غور وکړي ترڅو کابينې ته د تصويب لپاره ولېږل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته