د کډوالو چارو وزير د بېځايه شوو او راستنو شوو د خيريه صندوق او د کډوالو ټولنې په قانوني کېدو ټينګار وکړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۱۰:۵۸
وزیر امور مهاجرین به ایجاد صندوق وجهی حمایت از برگشت کنندگان و بیجاشدگان و قانونمند سازی دیاسپورا تاکید می کند

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې د ملګروملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) د دفتررئيسې اغلې کرولاين ون بيورن سره په ليدنه کې د بېځايه شوو او راستنو شوو د خيريه صندوق او د کډوالو ټولنې په قانوني کېدو ټينګار وکړ ويې ويل، چې ياده موضوع بادي د افغانستان د ادرس له لورې د پناه غوښتونکو په نړيوالې ټولنې کې روښانه شي.

دغه ليدنه د تلې په ۳۰مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، پکې  د پناه غوښتونکو په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان  دژمنو په تعيين، دواړو څانګو او نورو کاري کمېټو په همغږۍ خبرې اترې وشوې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير دخپل هېواد سره کډوالو د ټولنې اړيکې مهمې ګڼې، ځکه دوی کولای شي چې دکډوالو د پالېسۍ سره سم دهېواد دپرمختګ لپاره خپله سرمايه، پوهه، مهارتونه او وړتياوې وکاروي.

هغه وويل، چې دپيسو نړيوال صندوق رامنځ ته کول  دمرستې تنظيم او همغږي کولو لپاره مهم دي او ددې کارولو لپاره ساحې پېژني، چې نړيوال صندوق کولای شي پراخه شفافيت رامنځه ته کړي او دمرستندويانو او نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړي.

دهغه په خبره د پيسو نړيوال صندوق د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان په کړنلاره کې وړاندې  او په کابينه کې تاييد شوی اود نړيوالې ټولنې له خوا ورسره د ۷۳۰ ميليونه ډالرو ژمنه شوې.

د کډوالو او ارستنېدونکو چارو وزارت د نړيوالو ټولنو په مرسته  اوسمهال د نظرونو او ژمنو په ټاکلو کارکوي، چې د افغانستان له ادرسه به دکډوالۍ نړيوالې ټولنې کې د ۲۰۱۹ کال د دسامبر په ۱۷مه او ۱۸مه دسويس په ژنو ښار کې ترسره شي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

بېرته خبرونه ته