د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ مرستيال په ترکيه کې د افغان کډوالو پر قانوني شتون ټينګار وکړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۸:۴۴

 

 

د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ مرستيال مهر خدا صبار د کډوالۍ په برخه کې د ترکيې هېواد د کورنيو چارو وزارت سلاکار سره په ليدنه کې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو په قانوني شتون ټينګار وکړ.

دغه ليدنه د تېرې يکشنبې په ورځ د زمري په ۶مه چې په ياد وزارت کې ترسره شوه ، په کې په ترکيه کې د افغان پر وضعيت، د مديريت پر څرنګوالي اود هغه هېواد د کډوالۍ په برخه کې له اړونده ادارو سره د کډوالو چارو وزارت د اړيکو پر ښه والي خبرې اترې وشوې.

د پلان  او پالېسۍ مرستيال د کډوالو چارو وزارت او د ترکيې هېواد د کډوالو ادارې ترمنځ ښو اړيکو ته په اشارې سره وويل، اوس مهال دغه وزارت په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پر قانوني کېدو او د بېرته راستنېدونکو د چارو پر تنظيم کار کوي او په تخنيکي او لوړه کچه خبرې اترې ترسره شوې دياو هيله يې وښوده چې دواړه لورې وکولای شي، چې د کډوالو ګډ مديريت ته لاسرسی پيدا کړي.

نوموړي له ترکيې هېواد څخه غوښتنه وکړه، چې د کارکونکو د ظرفيت لودونې په برخه کې له ياد وزارت سره همکاري وکړي.

د کډوالۍ په برخه کې د ترکيې هېواد د کورنيو چارو وزارت سلاکار د افغانستان لپاره د ښو هيلو په څرګندولو سره وويل چې د ترکيې خلکو او افغانانو ترمنځ هيڅ  ډول فرهنګي توپير شتون نلري  او په دغه برخه کې به په ترکيه کې افغان کډ،الو ته د ځای پرځای کېدنې زمينه برابره کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته