د کډوالو وزير د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر سره وليدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۸:۵۹
وزیر امور مهاجرین با کمیشنر عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان، دیدار کرد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، چې د  UNHCR عمومي کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه سويس ته سفر کړی و، د پناه غوښتنې په برخه کې دملګروملتونو عالي کميشنر فليپيوګراندي سره ليدنه وکړه او د داخلي بېځايه شوو، راستنېدونکو  او بېځايه شوو په وضعيت يې خبرې اترې وکړې.

عالمي بلخي  په افغانستان کې د ملګروملتونو دکډوالو ادارې UNHCR  دکارونه څخه مننه وکړه او دافغان دولت په ځانګړي توګه د کډوالو چارو وزارت د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات ورکړل. دهغه په خبره د څو کلونو راهيسې په کوربه هېوادونوکې بې اسناده  افغان کډوال د ستونزو سره لاس او ګريوان ول چې خوشبختانه دکډوالو چارو  وزات د  هڅو په پايله کې دغه  ستونزه اوس مهال دحل په حالت کې ده. همدارنګه په هندوستان هېواد کې د کډوالو د ستونزو ياده ونه کړه ويې ويل، کډوالو د ا قتصادي ستونزو له امله ونه شو کولای، چې خپله د اوسيدو موده نوې کړي او د ګاونډي هېواد د قانون مطابق دنغدي جريمې سره مخ دي چې نه دجريمې ورکولو توان لري او نه افغانستان ته د راتګ.

نو موږ له تاسې څخه غوښتنه کوو،چې  په کوربه هېوادونوکې په اوسني وضعيت کې عمومي بدلون راولئ تر څو دکډوالو ستونزې حل شي.

عالمي بلخي زياته کړه، چې د کډوالو  جامع پالېسي نهايي شوې او په کې ټول اړخونه شامل دي، لکه، د کډوالو منظموالی، دقاچاق مخنيوی، دکډوالو دشتون قانوني کول، دکډوالو پراخول او په خپله خوښه او خونديتوب سره راستنېدل، په نظر کې نيول شوي  چې کولای شي  د راتلونکو کلونو پورې يې اداره کړي.

دهغه په خبره د ولسمشرۍ ماڼۍ ۳۰۵ ګڼه اجرايوي فرمان کړنلاره  د کابينې په ناسته کې تصويب شوه او دځمکې دوېش پروسه به ډېر ژر پيل شي. نوموړي هيله ښوده، چې د پناه غوښتنې قانون به نافذ او حل شي او دکډالو ستونزه به په هماغه چوکاټ کې حل شي.

وروسته ښاغلي ګراندي د کډوالو د وزير د پنځه کلنو کړنو په اړه وويل، چې ټولې مطرح شوي موضوعات يې ياداښت کړي او له انتخاباتو وروسته به ورته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

بېرته خبرونه ته