د کډوالو او رستېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارله رييسې سره وليدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني ، په افغانستان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له رېيسې ميرمن وين بيورن کاروليان سره وليدل او راستنېدونکو، بېځايه شوو او اړمنوکورنيو ته د لاسرسي، د مرستو دوېش او د يادې ادارې په روانو هڅو يې خبرې وکړې.
په ياده ناسته کې چې د وږي په ۲۰مه نېټه ترسره شوه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير وويل، داخلي بېځايه شوو ته لاسرسي په اوسنيو شرايطو کې يوه مهمه موضوع ياده کړه او د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې څخه يې غوښتنه وکړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه همغږۍ داخلي بېځايه شوو ته د رسېدو په برخه کې په شفاف ډول هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د UNHCR ادارې سيمه ييزو کارکوونکو د امنیت د تامین لپاره په جدی توگه همکاري کوي.
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR دفتر رييسې داخلي بېځايه شوواو راستنېدونکو ته د رسېدو په برخه کې دخپلو کاري پلانونو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير ته معلومات ورکړل.