د کډوالو او را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل.

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۴۰
-
 
راغلو قومي مشرانو او ځوانانو خپلې ستونزې شریکې کړې او په دې ولایت کې یې د خلکو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه. هغوی دغه راز د راستنېدونکیو هېوادوالو د وضعیت په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.
د کډوالو او را ستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، له راغلو قومي مشرانو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې اړونده ادارې به د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو لپاره په متوازنو خدماتو عرضه کولو او عدالت باور لري او د پریان ولسوالۍ د اوسېدونکیو ستونزې به حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې له هاجر او تیری دیس هومز موسسو سره د ۵۸۷ زره او ۴۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل او بلخ کې ۱۳ زره او ۴۸۹ تنو راستنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او راپور ورکولو ورکشاپ ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي رییسانو، امرینو او مدیرانو ته د کنفرانسونو په تالار کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لسګونه کارمندان د مدیریتي ښوونیزو برنامو فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د مهاجرینو چارو وزارت ۵۳ تنه کارمندان د ارتباطاتو مدیریت، اداري مراسلاتو، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر اساساتو او ایمیل ښوونیزو برنامو تر بشپړولو وروسته، چې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت. . .

بېرته خبرونه ته