د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د میدان وردګو ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۸:۶
_
په دې لیدنه کې چې د میدان وردګو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس هم حضور درلود، د راستنو شویو د ستونزو او وړاندېزونو په هکله په کې خبرې وشوې.
په پیل کې ښاغلي والي قاري بختیار معاذ په دغه ولایت کې د راستنو شویو هېوادوالو په اړه وروستي معلومات له محترم وزیر سره شریک کړل او ویې ویل، چې د میدان وردګو د سمه ییزو ادارو لخوا د مهاجرینو په لنډمهاله پنډغالي کې ځینې اړینې اسانتیاوې چمتو شوي او د پاتې ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
ښاغلي معاذ د کډوالو لپاره په مرکز میدان ښار کې د لنډمهاله ښارګوټي د فعالولو په موخه له ځينو دولتي ودانیو څخه د ګټې اخیستې یادونه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ګڼ شمېر کورنیو د استوګنې لپاره یې شته امارتي ودانۍ په نظر کې نیولې دي. ښاغلي والي د لنډمهاله استوګنیز ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه ځينې وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر، د راستنو شویو هېوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو او مسوولینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام له لوري د راستنو شوو افغانانو د ستونزو لپاره اړتیا وړ ګامونه اخیستل شوي.
محترم وزیر په میدان ښار کې د مهاجرینو لپاره د لنډ مهاله ښار ګوټي اړوندو وړاندېزونو ته د رسیدنې ډاډ ورکړ او د ناستې برخه والو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د راستنو شوو د ستونزو حل ته ځانګړی پام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته