د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ګربزو له علماوو او قومي مخورو سره وکتل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۲۲:۵۹
-

په دې ناسته کې د ګربزو قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت لخوا د ورسره شویو همکاریو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام له ټينګښت وروسته یې ګڼې ستونزې د حکومت په مرسته حل شوې دي.
 حاضرو مشرانو او علماوو د خوست ولسونه د اسلامي امارت پوځ یاد کړ او د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ناستې پر دوام د ګربزو علماوو او مشرانو په خپله سیمه کې د سړک رغولو وړاندیز له محترم وزیر سره شریک کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره یې د خوست د ولسونو همکارۍ ارزښتمنې وبللې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت پر ولس تکیه لري او د حکومت ټولې چارې د شریعت په رڼا کې پر مخ روانې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ولس خدمت خپل مسوولیت یاد کړ او د ګربزو په ولسوالۍ کې یې د خلکو لخوا د رغېدونکي سړک له چارو سره نغدي مرسته وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته