د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي زموږ لويه موخه راستنېدونکو او بېځايه شوو ته کارمونده ده

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۵:۲۸
په کابل کې د هالنډ د کورډيټ موسسې

دغه څګندونې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې د هالنډ د کورډيټ موسسې اود هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر څېړونکو سره په ليدنه کې وکړې او له هغه هېواده يې ددې پروګرام د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

د کډوالو چارو وزير د تېرې سه شنبې په و رځ د غويي په ۳مه د هالنډ هېواد نه د افغان متخصصو کډوالو د راستنېدنې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ددې پروګرام د دوام او راستنېدونکو ته د کارموندنې په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو او زياته يې کړه ، چې راستنېدونکوته کارموندنه ځکه مهمه ده، چې له بيا کډوالۍ څخه يې مخنيوی کوي.

هغه زياته کړه چې دواړه هېوادونه د کډوالو ګډ مديريت ته اړتيا لري ترڅو د کډوالو د مديريت په برخه کې د دواړو لورو ستونزې په نظر کې ونيول شي او يوه ګډه حل لاره ترلاسه کړو.

ښاغلي بلخي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پر وزارت وسله وال بريد د هيواد ناسم امنيتي وضعيت ياد کړ او ويي ويل موږ له هالنډ غواړو چې د افغانستان وضعيت ته په کتو د افغان کډوالو په جبري ويستلو ټينګار ونه کړي.

د هالنډ د بهرنيو چارو وزارت څېړونکو ژمنه وکړه چې د کډوالو چارو وزارت غوښتنې به د هغه هېواد چارواکوته ورسوي او د همکارۍ غوښتنه به يې وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته