د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په چین کې د اسلامي امارت له لوي سفیر بلال کریمي سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۲۰:۱۹
ـ
په دې ناسته کې لومړی په چین کې د افغانستان لوی سفیر د افغانستان او چین د اړیکو او همکاریو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه هېواد له افغانستان سره د اړیکو پراخولو لپاره لېواله دی. په دې لیدنه کې همدا راز د اقتصادي فعالیتونو، پانګونې، د واخان لارې د فعالېدو او له راستنېدونکیو افغان کډوالو سره د مرستو په اړه بحث وشو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په چین کې د افغان سفیر له هڅو د مننې تر څنګ وویل، چې اسلامي امارت د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان او چین تر منځ د شویو هوکړو په عملي کولو ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې محترم مولوي عبدالکبیر له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو په زیاتېدو او پراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته