د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۱۸
_

د مهاجریتو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي یان اګلېند سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي اګلیند په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیتونو په هکله د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په کور دننه له بیځایه شویو سره د مرستو تر څنګ له ایران او پاکستان څخه له راتلونکو کډوال سره هم په بېلابېلو برخو کې د اړتیا وړ مرستې کوي.
د نوموړي په وینا، چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره په اړیکه کې دي څو د افغان کډوالو او نورو بشري برخو کې د خپلو مرستو کچه لوړه کړي.
ښاغلي اګلېند زیاته کړه، هڅه کوي څو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د سرپناوو برابرولو برخه کې ونډه ولري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د تړونونو د لاسلېک د پروسې د ساده کولو او په دې برخه کې د خنډونو لرې کولو وړاندېز وکړ.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت سرپرست محترم مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د دوی د بنسټ په ګډون د ناروې هېواد د همکاریو او بشري مرستو مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د راایستلو تر څنګ کورني بېځایه شوي هم جدی ستونزه ده.
نوموړي زیاته کړه نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې هېوادونه له افغان کډوالو د سیاسي ابزار په توګه ګټه بورته کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي، خو تر هغه چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېږي د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا ده.
د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په کاري ساحه کې به شته ستونزې او خنډونه حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته