د پناه غوښتونکو مرستيال په يونان کې دافغانستان له سفير سره د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۲۹
____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د ليندۍ په ۵ مه د يو ويډيوي کنفرانس له لارې  په يونان کې د افغانستان له سفير  ميرويس صمدي سره د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ په دغو خبرو کې په يونان کې دافغانستان سفارت او د کډوالو چارو وزارت له استازو څخه وغوښتل چې د کډوالو په ځانګړي توګه په کمپونوکې مېشتو کډوالو وضعيت د حل لپاره ډېر ې هڅې  وکړي.

په يونان کې د افغانستان سفير د يونان دکډوالو له ادارې او افغان کډوالو سره د ښو اړيکو د رامنځ ته کېدو خبره وکړه او ويې ويل: چې د افغانستان سفارت د مکررو غوښتونو په پايله کې د يونان چارواکو ژمنه وکړه  چې په نوو کمپونوکې به دپوليسو شمېر زيات کړي اوکورنۍ او ښځې به دمجردو نارينوڅخه جلا کړي.

دهغه په خبره په يونان کې به ۵ نور کمپونه جوړ شي، چې د کډوالو ستونزې به راکمې کړي. اوس مهال په يونان کې  دتېرو وختونو په پرتله ستونزې راکمې شوي  او د ۴ زره ماشومانو څخه چې نيمايي يې افغانان دي ۱۶۰۰ تنه په المان او انګلستان کې منل شوي اوتمه کېږي چې ۱۶۰۰ نور هم ومنل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې دکډوالو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيال د اروپايي ټولنې سره دکډوالو د مديريت په اړه د افغانستان او اروپايي ټولنې د ګډې اعلاميې د تعديل او غزولو په اړه خبرې وکړې او دغه سند به د نوي کال له پيل څخه پلی شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۸:۳۲
Background image

کډوالو وزير د امريکا سفير سره دکډوالو او بېځايه شوو وضعيت په اړه خبرې وکړې

 

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د ويډيوي کنفرانس له لارې په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو له سفير راس ويلسون سره د کډوالو او بېځايه شوو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

. . .
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۳:۵۹
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيال دراستنېدو پروسې څارنه وکړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د مرغومي په ۹مه دحامد کرزي نړيوال هوايي ډکر کې د افغان کډوالو د راستنېدو پروسې څارنه او ارزونه وکړه. هغه. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۳:۵۹
Background image

کډوالو وزير د ښه لاسرسي په موخه د چارواکو په زياتو هلو ځلو ټينګاروکړ

 

په هغه مراسموکې چې د کډوالو وزارت د مالي او اداري مرسيتال احمد ولي حکمي د مخښې او د هغه د هڅو د ستايلو په مخه جوړ شوي و د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د ښه. . .

بېرته خبرونه ته