د پناه غوښتونکو مرستيال د کډوالو او راستنېدونکو د مرستو په سم مديريت ټينګار وکړ

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۴:۴۷
_____________

په افغانستان کې د انګلستان سفارت دکډوالۍ د برخې مسؤل سره په ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ له افغانستان سره د انګلستان د اوږد مهاله همکاريو څخه مننه وکړه ويې ويل: چې د راستنېدونکو د دوامداره يوځای کېدو او دندو رمنځ ته کولو لپاره اړينه ده چې پيسې په سمه توګه مصرف او اداره شي.

دغه ناسته د لړم په ۲۶مه په کډوالو چارو وزارت کې وشوه او ښاغلي کاکړ د انګلستان هېواد څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان له حکومت سره خپلې دوه اړخيزې همکارۍ زياتې کړي  او د برنامو په لا اغېزمنتوب يې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مقام د دفتر رییس د چین سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په کابل کې د چین هېواد سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار ښاغلي ماچنګوانګ او د اقتصادي او تجارتي څانګې درېیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .

بېرته خبرونه ته