د پاکستان الخدمت خېريه بنسټ له لوري په پکتيکا ولايت کې اړمنو او بېځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۶ - ۱۵:۴۰
--------

1400کال, تلې، 18مه،کابل،پکتیکا

د پاکستان هېواد، الخدمت خېريه بنسټ له لوري د(124) ټنه په ارزښت د (2100) بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي په شتون کې د پکتيکا ولايتي چارواکو ته وسپارل شوه.

د دغه خوراکي توکو د سپارلو په مراسمو کې د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو رئیس حاجي سردار محمد شېرزاد, په خپله خوښه راستنېدو چارو رئيس حاجي غلام نبي, د پکتیکا ولایت مرستيال مولوي حماس او امنیه قوماندان, الخدمت خېريه بنسټ استازو محمد وسیم، جلال شاه, فرهاد خلیل او د پاکستان هېواد سرحدي مسؤلینو ګډون درلود.

د غه ولايت ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا لېږل شوي پلاوي په وینا، دغه مرستې به د سروې وروسته په دې ولایت کې بې ځایه شویو او اړمنو کورنیوته و ويشل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته