د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش ديو دولتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۹:۴۲
استاد سرور دانش معاون دوم رئیس جمهور در رأس یک هیأت عالی‌رتبه دولتی عازم پاکستان شد

د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش ديو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير او د کډوالو راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په ګډون د يکشنبې په ورځ دغرمې وروسته  په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې  او څلوېښت کلن  کوربتوب اړه په اسلام آباد کې نړيوالې  ناستې ته تللی.

په دغه ناسته کې لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ملګرو متلونو سرمنشي آنتونيوګوتريش، د پاکستان صدراعظم عمران خان ،د پناه غوښتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو رئيسې فليپو ګراندي او  په افغانستان کې د ملل متحد دمنشي خاص استازي ياماماتو هم شتون درلود،چې د شته ستونزو په هواري او د پاکستان په اسلام آباد کې دکډوالو د ستونزو دحل په اړه يې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې به  د ولسمشر مرستيال د ملګرو متلونو سرمنشي آنتونيوګوتريش،د کډوالو استاز او په اسلام آباد کې دمېشتوافغان سوداګرو سره وګوري او خبرې به و کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته