د وزارت مسلکي مرستیال د فاریاب والي سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۰:۲
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد فاریاب ته د خپل سفر په دوام د دغه ولایت والي عبدالاحد فضلي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې مسلکي مرستیال فاریاب ته د خپل سفر موخې، د بېځایه شویو او راستنو شویو ستونزې، د مهاجرینو ښارګوټو غصب شوې ځمکې او دې ستونزو ته د حللارو موندنې د فاریاب والي سره شریکې کړې.
د فاریاب والي ښاغلي راشد ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل: په ګډه به د یوې موخې لپاره کار کوو، چې هغه د مهاجرینو سوکالي ده.
د یو بل خبر له مخې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین هېواد مرسته چې ۲۰۰ خیمې او یو هایلکس موټر و، د فاریاب د مهاجرینو ریاست ته وسپارله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته