د وزارت مسلکي مرستیال د بلخ امنیې قومندان سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د بلخ ولایت امینه قومندان ملا عبدالرازق سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د وزارت مسلکي مرستیال د مهاجرینو غصب شوې ځمکې له امنیې قومندان ملا عبدالرازق سره شریکې کړې او د بلخ د مهاجرینو له ریاست سره یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ امینه قومندان د مهاجرینو چارو وزارت د مشرتابه د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: د مهاجرینو د سوکاله ژوند لپاره څه مو چې په وس کې وي همکارۍ ته تیار یو.