د مهاجرینو چارو په وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۳۵
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د اړمنو افغانانو د روښانه راتلونکي او د ټولنې لپاره د ځوانانو موسسو ترمنځ د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 د دې هوکړه ليکونو پر بنسټ د اړمنو افغانانو لپاره د روښانه راتلونکي موسسه د ٤٥زره امريکايي ډالرو په لګښت په ننګرهار ولايت کې ٥٠ کورنيو ته د خياطۍ او ګلدوزۍ اړوند د حرفوي زده کړو په برابرولو کې مرسته کوي.
 او د ټولنې لپاره د ځوانانو موسسه د لس زره امريکايي ډالرو په لګښت د شپږو خوراکي توکو د وېش لړۍ پيلوي، چې په ننګرهار ولايت کې به ۵۰ کورنۍ ترې ګټه واخلي.
 دا هوکړه ليکونه د دغه وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادو دوو بنسټونو د استازو له خوا لاسليک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته