د مهاجرینو چارو وزیر ولایتي مسؤلینو ته:له تعصب، خود غرضۍ او ملګرتیا څخه ډډه وکړۍ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۲:۴۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقا ني د دغه وزارت له ولایتي مسؤلینو سره په ناستې کې د اداري وضعیت د ښه والي ، له مرکز سره د همغږۍ او اړمنو کورنیو ته دغوره خدماتو رسولو په موخه د ادارو د لا زیاتې همکارۍ او څارنې په اړه خبرې وکړې.
په دې ناستې کې چې پنجشنبه د لیندې په (٣) مه په وزارت کې تر سره شوه د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال، مولوي عبدالرحمن راشد او د وزارت یوشمېر مرکزي ريیسانو شتون درلود او د (٣٤) ولایتونو مسؤلینو خپلې ستونزې او کاري ننګونې مقام سره شریکې کړې.
د مهاجرینو وزیر د ولایتي مسؤلینو تغییر او بدلون په بریالي او اغېزمن مدیریت کې اداري اصل وباله ویې ویل، چې هره اداره باید خپله بودیجه په هغو ځایونو کې ولګوي چې جایزه او اغېزمن وي.
دا بودیجه د بیت الماده او موږ د خدای پروړاندې ددې ځواب ویونکي یو.
هغه زياته کړه، چې د ژمي په رارسېدو سره واليان او ولايتي چارواکي مکلف دي، چې له بنسټونو غوښتنه وکړي،د هغوي څخه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي او اړمنو کورنیو سره مرستې تر سره کړي.
ښاغلي حقا نی ولایتي رییسانو او مسؤلینوته لار ښوونه وکړه چې د مراجعینو اواړوندو کارکوونکو سره نېکه روي وکړي او د ملګرتیا، خود غرضۍاو د ژبني او قومي تعصب څخه دې ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل، چې نظام هغه وخت لا قوي کېږي چې موږ په پوره صداقت، ایماندارۍ او اطاعت سره کار وکړو او تېر حکومت هم د همدغه دوه علتونو له وجې سقوط شو او ا.اد پوره صداقت او ایماندارۍ په پلي کېدو سره په دې وتوانېده،چې د نړيوالو زبرځواکونو پر وړاندې برلاسی شي او موږ ته لازم دي چې په خپلې حکومتوالۍ کې رښتنيولي او اطاعت په پام کې ونيسو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۳:۵۳
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت او (CAHPO) موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د مهاجرينو چارو وزارت او موسسه عمل اجمتاعي برای التيام فقر (CAHPO) ترمنځ  د غبرګولي په (۱۴) مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.
د لاسليک شوي هوکړه ليک مالي لګښت (۶۸) زره او (۲۰۶) امريکايي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د غزني اندړو ولسوالۍ قومي مشرانو د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ناسته وکړه
په ناسته کې ددغه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د مهاجرينو چارو وزير  بيت الله شريف ته د تلوونکو افغان مهاجرينو سره  خبرې وکړې

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د هغو افغان مهاجرينو سره د وزارت د ناستو په تالار کې خبرې وکړې، چې د مهاجرينو چارو وزارت له لارې بېت الله شريف ته  تلوونکي دي. . .

بېرته خبرونه ته