د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیا له والي سره ولیدل
د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له والي مولوي مهرالله حماد او یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل
په دغه ناسته کې پکتیا ولایت ته راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د اسانتیاو برابرولو او مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې، د پکتیا والي مهاجرینو ته د وړاندې شوو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل، له تجارانو او موسساتو سره ناستې شوي،
کمېټې موظفې شوي دي او راستنېدونکو ته په وخت رسیدګي کېږي
ښاغلي حقاني له قومي مشرانو وغوښتل، چې په هره برخه کې دې د راستنېدونکو مهاجرینو لاسنیوی وکړي
په یاده ناسته کې د پکتیا د قومونو ترمنځ د ستونزو په اړه هم خبرې وشوې او د اصلاح او روغې جوړې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول