د مهاجرینو چارو وزیر د تورخم ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۲۳:۱۰
----
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ننګرهار ولایت، تورخم ښارګوټي د مهاجرینو چارو امریت او ددغه ښارګوټي له ټولو مسولینو او د موسساتو له استازو سره ولیدل
په دغه ناسته کې د تورخم ښارګوټي اړوند په ستونزو او مشکلاتو او له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د اسانتیاو برابرولو په اړه خبرې وشوې
ښاغلي حقاني ټول مسؤولین خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او د مراجعینو سره د نرمښت او کارونو د چټکتیا توصیه یې ورته وکړه
نوموړي له ځینو مسافرینو سره هم ولیدل او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له مرکز څخه یې هم لیدنه وکړه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته