د مهاجرینو چارو وزارت اړوند د اعلان شویو دوو بستونو شفاهي ازموینه واخیستل شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۱۹
_

د بشري سرچینو په ریاست کې د بغلان او لغمان ولایتونو د مهاجرینو چارو ریاستونو د دوه څلورم بستونو، د ښارګوټو د مسلکي نظارت تقریري ازموینه (وروستۍ مرکه) ترسره شوه.
د یاد شوو بستونو کډونوالو چې شمېر یې ۶ تنو ته رسېده، د وږي د میاشتې په ۱۲مه نېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسیون کې د برېښنايي ازموینه  ترسره کړي وه.
د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس د ازموینې ګډونوالو ته وویل؛ دغه وزارت هڅه کوي چې په خالي بستونو کې د وړ کسانو د ګمارنې زمینه برابره کړي او له شک پرته چې په ازموینه کې بریالي کسان به راتلونکي کې جذب شي.
د دې ازموينې په پايله کې به هغه دوه کسان چې لوړې نمرې يې ترلاسه کړې وي يادو بستونو کې به وګمارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته