د مهاجرینو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۵:۴
-----

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ ددغه وزارت د رئیسانو او مستقلو آمرینو ترمنځ اونیزه ناسته ترسره شوه
په دغه ناسته کې د تېرې ناستې د پریکړو په تعقیب، د مرکزي ریاستونو او امریتونو په فعالیتونو، د مهاجرینو د ښارګوټو په پلان ګذارۍ او په ولایتونو کې د یونیسار ادارې د ګډو همکاریو "PPA " پروژې په کارونو، ستونزو او حل لارو خبرې او بحثونه وشول
د ناستې په پای کې د کارونو د لا ښه ترسره کېدو لپاره د ټولو ګډونوالو نظرونه واورېدل شول
ښاغلي حقاني رئیسانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د کارونو په خپل وخت د اجرا کېدو غوښتنه یې وکړه

-

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته