د مهاجرینو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د قطعه خاص د رییس ارکان محمد صابر انس، د هرات ولایت د اسلام قلعه د کډوالو چارو امریت امر عبدالله قیومي او د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۲۰:۱۴
_
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د قطعه خاص د رییس ارکان محمد صابر انس، د هرات ولایت د اسلام قلعه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت امر عبدالله قیومي او د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.
 
په دې ناستو کې د قطعه خاص رییس ارکان محمد صابر انس وویل، د کډوالو چارو د خوندي مدیریت او د راستنېدونکو هېوادوالو د اسانتیاوو لپاره زموږ ټیمونه هر اړخیز اقدامات ترسره کړي دي او هڅه کوي چې د نظم، خدماتو او امنیت په برخه کې لا زیات کار وکړو.
د اسلام قلعه د کډوالو چارو امریت امر د خپل امریت د کړنو راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، چې په اسلام قلعه کې تر اوسه ۵۰۰ کورنیو ته د ابتدايي استوګنځیو تر څنګ د یو مسجد چارې هم بشپړې شوي دي. هغه زیاته کړه، چې زموږ ټول کارکوونکي د خپل اخلاص او ژمنتیا له مخې د هېوادوالو خدمت ته چمتو دي. همداراز، د ادارې د لا ښه تنظیم او خدمتونو د پراخوالي په موخه د یاد امریت ځینې ستونزې او وړاندیزونه هم له محترم مولوي صاحب سره شریکې کړې.
د ناستو په پای کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر وویل؛ د هېوادوالو خدمت زموږ د اسلامي او ملي مسؤولیت یوه مهمه برخه ده. موږ هڅه کوو چې راستنېدونکو کډوالو ته د سرپنا، خوراک، روغتیايي خدماتو او نورو اسانتیاوو په برخه کې لا زیات اقدامات وکړو. د هغه په وینا د اسلام قلعه د امریت د ستونزو او وړاندیزونو ارزونه او غور به کوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته