د مهاجرینو او راستېدونکو چارو سرپرست وزیر د ولایتي ادارو د رئیسانو او امرینو سره غونډه ترسره کړه.

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۱:۳۲
-
د روان کال د ربیع الاول په ۲۵ مه د هیواد د څلور دیرش ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئیسانو او امرینو سره د مهاجرینو، راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو، د ځمکو او ښارګوټو د ويش، د مرستو د ویش په روڼتیا، د مرستو لپاره د وړ کورنيو د پيژندنې، مؤسساتو او بنسټونو سره د تعامل او د اداري چارو د لاښه پرمختګ په موخه ناسته ترسره کړه.
نوموړي د چارو د پرمختګ، روڼتیا، د ولس او مراجعینو سره د ښه تعامل، د دعوت او ارشاد کارونو د ښه والي او اطاعت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته