د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې د نبوي سیرت ازموینه په لاره واچول شوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۳:۱۷
-

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت ازموینه د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو او څیړنو ریاست له لوري د یو شمېر کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي فریدالله حقاني په دې خپرونه کې وینا وکړه او ویې ویل: هغه څوک چې زه یې په اړه خبرې کوم په حقیقت کې حضرت محمد (ص) دی، هغه د د دوزخ له اور څخه د خپل امت د خلاصون لپاره خدای ته ډیرې زارۍ کړې، هغه (ص) د خپلې کورنۍ په پرتله له امت سره ډیره مینه درلوده، د خدای او د هغه د رسول مینه سره لازم او ملزوم دي .

مفتي حقاني وويل، د دې ډول ازموینو پيلول زموږ د پيغمبر(ص) د اخلاقو او ښه چلند ښودنه کوي.

د مهاجرینو له پاره د معلوماتو او څیړنو رئیس قاري صابرګل مصلح هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت د لوستلو او مطالعې پر اهمیت خبرې وکړې.

د اطلاعاتو اوعامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو آمر عرفان همت ګډونوالو ته د ازموینې د ورکولو او اخیستلو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د دې ازموینو ګټونکو ته جایزې او ډالۍ هم په پام کې نیول شوي دي.

د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د ژوند په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته