د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د افغانستان او نورو هېوادونو خلکو د خواخوږۍ د مننې او درناوي په اړه د مهاجرینو چارو وزارت د مالي مرستیال پیغام
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني، د افغانستان د شهید پرور ملت، ګاونډیو هېوادونو او په هېواد کې له میشتو نړیوالو بنسټونو او موسسو څخه چې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني په جنازه، د فاتحې مراسمو او خواخوږۍ کې یې برخه اخیستې، مننه او کورودانی وکړ.
ښاغلي فاني وویل: د هېواد په ټولو برخو او نورو هېوادونو کې ټول مسلمانان د هغه په شهادت یقیناً خواشیني شوي دي، چې د وزارت په استازیتوب د ټولو هغو چې په دې غم کې یې له موږ سره ځان شریک کړ، د الله تعالی له دربار څخه ورته د لوی اجر غوښتونکي یو.
شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني یو مهربان او زړه سواند شخصیت و او پر ټولو یې شفقت درلود، چې د هېواد د مجاهد ولس په زړونو کې به یې ځانګړی ځای تلپاتې وي.
یو ځل بیا د هېواد دننه او بهر له ټولو شهید پروره افغانانو، په هېواد کې د مېشتو بهرنیو هېوادونو له سفارتونو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو او عامو خلکو څخه چې په دې غم کې یې ځان شریک کړی، مننه کوو.