د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د افغانستان او نورو هېوادونو خلکو د خواخوږۍ د مننې او درناوي په اړه د مهاجرینو چارو وزارت د مالي مرستیال پیغام

sadam_morr
Mon, Dec 16 2024 9:56 PM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني، د افغانستان د شهید پرور ملت، ګاونډیو هېوادونو او په هېواد کې له میشتو نړیوالو بنسټونو او موسسو څخه چې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني په جنازه، د فاتحې مراسمو او خواخوږۍ کې یې برخه اخیستې، مننه او کورودانی وکړ.
 ښاغلي فاني وویل: د هېواد په ټولو برخو او نورو هېوادونو کې ټول مسلمانان د هغه په ​​شهادت یقیناً خواشیني شوي دي، چې د وزارت په استازیتوب د ټولو هغو چې په دې غم کې یې له موږ سره ځان شریک کړ، د الله تعالی له دربار څخه ورته د لوی اجر غوښتونکي یو.
 شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني یو مهربان او زړه سواند شخصیت و او پر ټولو یې شفقت درلود، چې د هېواد د مجاهد ولس په زړونو کې به یې ځانګړی ځای تلپاتې وي.
 یو ځل بیا د هېواد دننه او بهر له ټولو شهید پروره افغانانو، په هېواد کې د مېشتو بهرنیو هېوادونو له سفارتونو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو او عامو خلکو څخه چې په دې غم کې یې ځان شریک کړی، مننه کوو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS