د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د افغانستان لپاره د سره صلیبونو او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون له مسوول احمد سلیمان او په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې میاپارک سره وکتل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۲۰:۶
_
په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ایستلو په هکله خبرې وشوې، په پیل کې د افغانستان لپاره د سره صلیب او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون مشر احمد سلیمان وویل، چې د اړوندو افغان ادارو له لارې یې د افغانستان په پولو کې د کډوالو لپاره د روغتیا، خوراکي توکو، څښاک اوبو ، خیمو او په ځینو نورو برخو کې مرستې پیل کړې او هڅه کوي چې د بیړنیو مرستو لړۍ پراخه کړي.
د ښاغلي سلیمان په ونیا چې افغان کډوالو ته به، په دویمه او درېیمه مرحله کې د میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي او د اغېزمنې همکارۍ په موخه له ټولو حکومتي ادارو سره په اړیکه کې دي.
همدارنګه په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مشرې میاپارک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو په مننې وویل، چې یاد سازمان د افغانستان په څلورو بندرونو کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي او په راتلونکې کې یې هم اړمنو ته د مرستو د رسولو ډاډ څرګند کړ.
ښاغلې میاپارک زیاته کړه، چې د مالي سرچینو د کمښت ستونزې پر حل لګیا دي، خو بیا هم توانیدلی چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۳.۲ میلیونه امریکايي ډالر پر افغان کډوالو وویشي.
نوموړې څرګنده کړه، چې د افغان کډوالو لپاره د مناسب ژوند چمتو کولو لپاره هم کار کوي. اغلې پارک دغه راز زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټېنګښت له امله په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې میشت یو شمېر افغانان غواړي خپل هېواد ته په خپله خوښه راستانه شي او د کډوالو نړیوال سازمان به یاده پروسه له اسلامي امارت سره په همغږۍ پیل کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر په یادو ناستو کې راغلو پلاو ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره په بیلابیلو برخو کې یې د هغوي له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
محترم وزیر په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره ناسم چلند ته په اشارې سره وویل، چې په دایمي ډول د افغان کډوالۍ ستونزې حل وخت او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د محترم وزیر په وینا چې اسلامي امارت په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو نوې چوپې ته اړینه تابیا نیولې ده او د تېر په څير به دغه لړۍ هم په ښه ډول مدیریت شي.
د ناستو پر دوام ښاغلي وزیر د مرستندویه بنسټونو لخوا له افغان کډوالو سره د مرستو د کچې د ډېریدو غوښتنه وکړه او وې ویل، چې نړیوال بنسټونه دې د افغان کډوالو د ښارګوټو په ودانولو کې ونډه واخلي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر همدارنګه له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په مخنیوی کې دې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته