د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۳
_
 
په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړي وو، له ایران څخه د افغان راستنېدونکو د لړۍ د ارزول شوي حالت او حل شوو ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې.
له اجندا سره سم، اړوندو رئیسانو اسلام قلعه او نیمرزو ته د مهاجرینو چارو وزارت د پلاوي راپور او لاسته رواړنې په مجلس کې شریکې کړې، د مسوولینو په وینا چې په اسلام قلعه کې ستونزې هوارې شوې دي، د اړتیا وړ توکي او وسایل په وخت رسیدلي او همدارنګه د پلاوي لخوا عملیاتي چارې ګړندۍ او د کډوالو د ثبت پروسه په منظم ډول روانه ده.
د معلوماتو شریکولو پر مهال یادونه وشوه، چې په هرات او نیمرزو کې د ثبت په مرکزونو کې د برېښنا ستونزه هواره شوې او راستنېدونکو ته شپه او ورځ خدمات وړاندې کیږي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو مرکزي مسوولینو ته د سپارښتنو پر مهال وویل، چې په خپلو چارو کې عدالت ته پام وکړي او له شته ظرفیت څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
محترم وزیر په پولو کې د کډوالو چارو د کارکوونکو د هڅو او کار ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ولایتونو له مسولینو سره په همغږۍ په هرات او نیمرکز کې د راستنېدونکو هېوادوالو لړۍ مدیریت شوې او په کمه موده کې پر حالت بر لاسه شوي دي.
نوموړي د خبرو پر دوام د کډوالو له عالي کمېسیون سره پر لاډېره همغږۍ ټېنګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې په هرات کې د ستونزو حل ته جدي پام وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر مسوولنیو ته دنده وسپارله چې په فراه ولایت کې له ایران سره په پوله د کډوالو د احتمالي شمېر ډېریدلو لپاره چمتوالي ونیسي او حالت له نږدې وکتل شي.
د ناستې په پای کې د داخلي بیځایه شوو د انتقال، په پکتیا کې د کډوالو ښارګوټي د کیفیت، له معارف وزارت سره د کډوالو لپاره د ښوونځیو د چارو پیل او یو شمېر نورو ستونزو حل په اړه پریکړې وشوې او اړوندو مسوولینو ته دندې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته