د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو  او  (IOM) دفتر د استازو  ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۲:۱
-----

دغه ناسته د مهاجرينو چارو وزارت د دفتر رئيس، د څېړنې رئيس  او د مهارت نړيوال سازمان (IOM) د استازو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې په سرحدونو کې راستنېدونکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.

په ناسته کې، چې چهارشنبه د سلواغې په (۵) مه په وزارت کې ترسره شوه، د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې راستنېدونکو ته د غوره خدماتو رسولو پر څرنګوالي اود مرستو د وېش  په اړه خبرې وشوې.

د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو د (IOM) د فتر له مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه، چې  په پوله کې دې راستنېدونکو سره بشري مرستې زياتې شي، د اسلام قلعه او ورېښموپل په صالونونو کې دې راستنېدونکو ته د خوراکي توکو کيفيت ښه شي او د ترانسپورت د لېږد په برخه کې دې ورسره نغدي مرستې ترسره شي، ترڅو وکولای شي په خپله خوښه خپل منزل ته ورسي.

د مهاجرت نړيوال سازمان استازو وويل، د دواړو لوريو موخه داده، چې مهاجرينو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

موږ غواړو چې په ټولو راستنېدونکو مرستې ووېشل شي، خو د بوديجې د کمښت له امله له راستنېدونکو سره زموږ مرستې هم کمې شوي دي.

هغوی وويل، چې د (۲۰۲۲) کال په وروستيو دوو مياشتو کې هر مياشت لس زره خلکو سره د دوی له لورې بشري مرستې ترسره کېدې ، چې اوس په پلان کې ده، چې هره مياشت دوه زرو کسانو سره مرستې ترسره شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته