د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له رئيس سره ليدنه وکړه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۸:۴۵
-----

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د (UNHCR) دفتر له رئيس ښاغلي ليونارد زولو سره ليدنه وکړه او د دواړو ادارو د ګډو پلانونو او فعاليتونو په اړه يې خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې چې چهارشنبه د مرغومي په لومړۍ نېټه د مسلکي مرستيال په کاري دفتر کې ترسره شوه ايران ته د دوه اړخيز سفر، په هغه هېواد کې د تر سره شوې څلور اړخيزې ناستې د پايلې او د دواړو ادارو د ګډو پلانونو او فعاليتونو په اړه خبرې شوې.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د هغه مواردو د عملي کېدو غوښتنه وکړه چې په ايران کې د افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه په  څلور اړخيزې ناستې کې د ملګرو ملتونو له لورې يې ژمنه شوې وه.

په افغانستان کې (UNHCR) دفتر رئيس وويل، د پورتنيو پلانونو او ژمنو د ښه پلي کېدو په موخه بايد په ملي کجه د دايمي حل او بيا يوځای کېدو ناستې او په نړيواله کچه د اساسي ملاتړ ډلې منظمې ناستې ترسره شي.

ښاغلي زولو وړانديز وکړ، چې د پروګرامونو د همغږۍ لپاره دې د هېواد د ملي بنسټونوپه ګډون د مهاجرينو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې د دايمي حل لارو او د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو يوه ډله جوړه او لومړنۍ ناسته دې يې په راتلونکې مياشت کې ترسره شي.

د هغه په خبره په پام کې ده، چې د اساسي ملاتړ ډلې ناسته د افغانستان، ايران، پاکستان، ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د ملاتړ کوونکو هېوادونو په ګډون په قطر کې جوړه شي.


 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته