د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له مسؤل سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج محمد اجمل وياړ په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له سرپرست ښاغلي عدنان بغجاتي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د ياد دفتر د فعاليتونو، راستنېدونکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو، د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د راستنېدونکو د پذيريش لپاره د دفتر د پرانيستې، د هرات ولايت په اسلام قلعه، د قندهار ولايت په سپين بولدک، د ننګرهار ولايت په تورخم او يوشمېر نورو مرزونو کې د ياد دفتر ستونزو ته د رسېدو په اړه خبرې وشوې او ښاغلي عدنان په يادو ځايونوکې د شته ستونزو په حل کې د خپل دفتر د همکاريو ژمنه وکړه.
همدارنګه دواړو لوريو په لازياتو همکاريو او همغږيو ټينګار وکړ.
په دې ليدنه کې د مهاجرينو چارو وزارت حقوقي سلاکار او د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مولوي محمود الحق احدي او د مهاجرت نړيوال سازمان د پروګرامونو او اړېکو مسؤلينو هم شتون درلود.