د مهاجرينو چارو وزارت او (ASLO) موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو
![-](/sites/default/files/2023-06/dsc_2802.jpg)
د مهاجرينو چارو وزارت او اجتماعي او حقوقي افغانستان (ASLO ) موسسې ترمنځ د غبرګولي په (۲۲) مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.
د ياد هوکړه ليک مالي لګښت (۴۱) زره او (۷۷۵) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې په بغلان او کندز ولايت کې (۶۴۵) کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستو په برخه کې مرستې ترسره شي.
ياد هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادې موسسې د استازي ترمنځ لاسليک شو.