د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ايران هيواد د سفير سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۲:۵۷
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن ح.ق.ا.ن.ي په خپل کاري دفتر کې د ايران هيواد د سفير ښاغلي حسن کاظمي قمي سره وکتل
په پيل کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن ح.ق.ا.ن.ي نوموړي ته ښه راغلاست ووايه، او وروسته يې په ايران هيواد کې د افغان مهاجرو په اوسني وضعيت، شته ستونزو ، افغان مهاجرینو ته د لازمو اسانتياوو په برابرولو، بيت الله شريف ته د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره په ايران هيواد کې د ميشتو افغانانو د ليږد، او ددې ترڅنګ په دې هيواد کې د مهاجرينو د نويو اتشو د کاري بهير د پيلولو په اړه خبرې وکړې.
د ايران هيواد سفير ښاغلي حسن کاظمي قمي ډاډ ورکړ چې هيواد به يې د تير په څير افغان مهاجرينو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
په پای کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن ح.ق.ا.ن.ي د افغان مهاجرينو د کوربه توب په اړه د ايران هيواد او ولسونو مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته