د مرستو دوېش کړنلاره بيا کتنه او نهايي شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۱۵
-----------
د مرستو دوېش کړنلاره د مهاچرينو چارو وزارت د يوشمېر مرکزي رئيسانو له خوا بيا کتنه او د تلې په ( ۹) مه نهايي شوه.
ياده کړنلاره په هېواد کې اقتصادي او ټولنيزو شرايطو ته په کتو د (PPA) پروژې دپلان مطابق (۴) شمېرد فعاليتونو له مخې د دايمي حل لارو د رئيس په مشرۍ په دوو ناستو کې د پلان او پالېسۍ ، د څارنې او ارزونې، د مرستو همغږۍ د استازو په ګډون، بيا کتنه او د يوشمېر مواردو زياتوالي او يوشمېر موادو حذفولو، نهايي شول.
د يادونې وړ ده، چې ياده کړنلاره د ۱۷/۳/۱۳۹۷ کال کې د کوچيانو او د داخلي بېځايه شوو د شورا له لورې برابره او د وخت د ولسمشر له لورې تائيد شوه او په (۱۳۹۹) کال کې د ماليې وزارت يې باکتنه شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته