د لغمان ولایت د مهاجرینو رییس د الیشنګ ولسوالۍ د موقتي کمپ له استازو سره ولیدل
د لغمان ولایت د مهاجرینو رییس مولوي غلام الرحمن بلال د سلواغې پر ۷ مه د الیشنګ ولسوالۍ د موقتي کمپ له استازو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یاد کمپ استازو خپلې روغتیایي ستونزې شریکې کړې او د حل په لارو چارو یې خبرې وکړې.
د مهاجرینو رییس د دغو ستونزو د رسېدنې په موخه دا موضوع د عامې روغتیا له ریاست سره شریکه کړه.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر سمیع الله عابد د ستونزو له اورېدو وروسته وویل: په اوسنیو شته روغتیایي اسانتیاوو سره به روغتیایي خدمتونه شپه او ورځ د جبري راستنېدونکو په اختیار کې وي.
