د شهیدانو د یوې کورنۍ یو غړي د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۶
_

 په میدان وردگو ولایت کې د یوې کورنۍ د پنځو شهیدانو پلار مولوي ګل یمین د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني سره وکتل او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه یې وکړه.
 ښاغلي حقاني د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتبو وړاندې کولو او د شهیدانو روح ته له دعا څخه وروسته وویل: شهیدانو د خپلې خاورې، نوامیسو او د ملي حاکمیت د دفاع په لاره کې خپل ولس ته ډېر ویاړونه ورکړي دي او د افغانستان خلک به د دوی قربانۍ هېرې نه کړي.
 د مهاجرینو چارو وزیر ورته د اقتصادي ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
 ښاغلي ګل یمین د ښاغلي حقاني له نیک احساس او غمشریکۍ څخه مننه وکړه او د هغوی شهادت یې د خپلې کورنۍ او د افغانستان د خلکو ویاړ وباله.
 په پای کې ښاغلي حقاني ورسره یو څه نغدي مرسته هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۲۲:۳۹
Background image

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د وزارت د دفتر ریاست رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر ریاست رییس الحاج قاري محمد اجمل ویاړ د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیال ښاغلي محمد سوبیر محمد. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو ټولنیزې موسسې ترمنځ د یو سل ۳۳ زره او ۷۶۸ امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې، دا موسسه. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د اروپایي ټولنې سفیرې د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې آغلې ویرونیکا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل.
په ناسته کې په پاکستان او ایران. . .

بېرته خبرونه ته